IQNA

د صهیونیسټي رژيم په وړاندې دمقاومت بیرغ به هماغه شان رپولی پاتې وي

16:51 - November 27, 2021
د خبر لمبر: 3485031
تهران (ایکنا) – د لبنان العمل المقاوم  جبهې (د مقاومت عمل ) د ترهه ګرو دلو په لیسټ کې د حزب الله غورځنګ د نامې په درج کولوکې د آستریلیا  قادام  یو خپل سری او غیر منطقي او بې انصافه عمل  بللی او دا ئې د صهیونیسټانو دوحشي ډوله اقداماتو اوګټو  او د امریکا  دشرغواړي حکومت ته یوه وړیا خدمت  په درجې کې بللی دی .

 ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ،  دلبنان د العمل المقاوم  جبهې په یوې اعلامیې کې ټينګار شوی ،  د آسټریلیا په وسیله د  ترهه ګرې  ډلې په توګه دحزب  الله معرف ي کول  یوه بې انصافه او غیر منطقي فیصله ده چې  د صهیونیسټانو د وحشي ډوله اقداماتو او ګټو لپاره ده .

 په دغې اعلامیې کې په دغه اقدام باندې دخواشینۍ په څرګندولو سره  وئیلي شوي دی ، دغه شان  اقدامات یوازې د امریکاشرغواړي حکومت ته یو وړیا خدمت ګڼل کیدلی شي .

 په دغې اعلامیې کې  وئیل شوي دي ، دغه  شان بې منطقه فیصلې به د حزب الله جهادي لارې  ته هیڅ تاوان ونه رسوي  او سیاسی شرائطو ته له پامه پرته  به جنایتکار او تیریګر  صهیونیسټي رژيم  په وړانډې د مقاومت بیرغ  هماغه شان رپيږي .

 https://iqna.ir/fa/news/4016429

captcha